د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او مرستيال صدراعظم دينګ شوی شيانګ د سپتمبر په ۳مه نېټه د روسيې په ولاديوستوک کې د ختيځ په۱۱م اقتصادي فورم کې ګډون او يوه وينا وکړه.
د چين مرستيال صدراعظم دينګ شوی شيانګ په خپلې وينا کې ۴ فقره ييز وړانديز وکړ:
۱- چين او روسيه بايد ټولشموله پرمختګ وکړي، د چين د شمال ختيځې سيمې او لرې ختيځ د پرمختيايي ستراتيژۍ يو له بل سره دې ونښلوي، د خلکو د اړتيا له مخې دې ځانګړې صنعتي چارې وروزي څو ځايي خلک له پرمختيايي لاسته راوړنو څخه برخمن شي.
۲- دواړه هېوادونه باید په سيمه کې د سوداګرۍ ښه چاپېريال چمتو کړي، «د چين او روسيې د پانګونې همکارۍ پلان» او تازه شوې «د چين او روسيې د متقابلې پانګونې د هڅونې تړون» دې ښه پلي کړي، څو د تصديو پرمختګ ته اسانتياوې برابرې کړي.
۳- چين او روسيه بايد خپلمنځي دوستانه تګ راتګ تقويه کړي، د کلتور، سيلانیزو چارو، ښوونې او د ځوانانو چارو په شمول برخو کې تبادلې زياتې کړي او د خلکو ترمنځ اړيکې دې ټينګې وساتي.
۴- دواړه هېوادونه بايد د سيمې سوله او ثبات خوندي کړي، د ملګرو ملتونو منشور او نړيوال عدالت او برابري دې په ګډه وساتي، د دوهمې نړيوالې جګړې د لاسته راوړنو او تر دې جګړې وروسته د نړيوال نظم د خرابېدو مخنيوی دې وکړي او په سيمه کې دې د هوساينې او ارامۍ ګډ کور د ابادۍ په پار لاسونه سره يو کړي.














