چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د افغانستان جګړه امریکا ته څومره ګرانه پرېوتې؟

بي‌بي‌سي- پښتو

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 21, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
کورډ اکشن مجله: امریکا، افغان جګړه جنګي قراردادیانو ته سپاري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

امریکا د افغانستان د معضلې د حل او د سولې یوې هوکړې ته رسېدو لپاره له طالبانو سره څو میاشتې خبرې اترې وکړې. اوس د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، د دې وخت را رسېدلی چې د دوی د تاریخ دا تر ټولو اوږده جګړه پای ومومي. موږ دلته د دې مالومولو هڅه کړې چې پر دې جګړه د امریکا څومره لګښت شوی دی.

امریکا کوم ځواکونه استولي وو؟

امریکا د ۲۰۰۱ کال اکټوبر کې د دې لپاره د طالبانو پر حکومت برید وکړ، چې د واشنګټن په وینا اسامه بن لادن او د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو نورو طراحانو ته یې پناه ورکړې وه.

متحده ایالتونو کرار کرار د طالبانو د ډېریدونکو بریدونو پر وړاندې د مقاومت لپاره افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر لوړ کړ او د بیارغونې پر پروژو یې میلیاردونه ډالر ولګول.

د امریکا د حکومت د شمېرو له مخې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ چې افغانستان کې تر سلو زرو ډېر امریکايي ځواکونه مېشت وو، د دې جګړې کلنی لګښت یو تریلیون ډالرو ته رسېدلی و.

تر هغې وروسته چې امریکا خپل پام پخپله د جګړې پر مخ وړلو او یرغلیزو عملیاتو پر ځای د افغان پوځ روزنې ته واړاوه، نو دا لګښتونه په چټکۍ سره راکم شول.

له ۲۰۱۶ تر ۲۰۱۸ کال پورې افغانستان کې د امریکا کلنی لګښت شاوخوا ۴۰ میلیارد ډالر او په ۲۰۱۹ کال (تر سپټمبر پورې) ۳۸ میلیارد ډالر اټکل شوی و.

د امریکا د دفاع وزارت پر بنسټ دوی (د ۲۰۰۱ کال له اکټوبر د ۲۰۱۹ کال تر سپټمبر پورې) افغانستان کې ټولټال ۷۷۸ میلیارده ډالره پوځي لګښت درلود.

پر دې سربېره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (یو ایس ایډ) او نورو دولتي بنسټونو افغانستان کې د بیارغونې پر پروژو ۴۴ میلیارده ډالر لګولي دي.

د دغو رسمي شمېرو له مخې، په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان د جګړې له پیل راهیسې تر دې دمه د امریکا ۸۲۲ میلیارد ډالر لګېدلي دي.

خو په دې کې د پاکستان اړوند لګښتونه شامل نه دي، چې امریکا ترې د افغانستان چارو کې د پوځي اډې په توګه ګټه اخیستې.

د بروان پوهنتون لخوا ‘د جګړې د لګښتونو’ د طرحې اډانه کې د تر سره شوې څېړنې پایلې ښيي، چې د امریکا لخوا د افغانستان د جګړې د لګښتونو وړاندې شوې رسمي شمېرې تر اصلي لګښتونو کمې ښودل شوې.

دغه څېړنه وايي، کانګرېس دغو کلونو کې افغانستان او پاکستان کې د عملیاتو لپاره ۹۷۸ میلیارده ډالره بودیجه تصویب کړې ده.

د «جګړې د لګښتونو» د طرحې ګډ مدیر نیټا کرورفورډ وايي، په دغو شمېرو کې «له جګړې د راګرځېدلو سرتېرو د پالنې، جګړه ییزو فعالیتونو لپاره پر نورو دولتي ادارو د شویو لګښتونو او همدا راز په پور د اخیستل شویو پیسو د ګټې لګښتونه شامل نه دي.»

پیسې چېرې ولاړې؟

د دغو پیسو ستره برخه پر ترهګرۍ ضد عملیاتو او د ډوډۍ، جامو، روغتیايي پاملرنې او د ځانګړې تنخوا او حقوقو په څېر د امریکايي ځواکونو په اړتیاوو لګېدلې ده.

له رسمي شمېرو ښکاري چې امریکا افغانستان کې د اتلسو کلونو پر مهال د خپلو ټولو لګښتونو یوازې ۱۶ سلنه چې ۱۴۳ اعشاریه ۲۷ میلیارد ډالر کېږي، د بیارغونې په چارو لګولي دي.

د دغو پیسو تر نیمايي زیاتې یانې ۸۸ اعشاریه ۳۲ میلیارده ډالر د افغان ملي اردو او پولیسو په ګډون، د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په روزنه لګول شوې.

پاتې پیسې هم د حکومتولۍ او زیربناوو د ودې تر څنګ په اقتصادي او بشردوستانه مرستو او د نشه‌يي توکو پر ضد په مبارزه لګول شوې دي.

امریکا له ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۹ کال پورې افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر ضد په مبارزې نهه میلیارد ډالر لګولي دي.

خو له دې سره سره د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې په ۲۰۱۷ کال افغانستان کې تر بل هر وخت پر ډېره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.

د افغانستان د بیارغونې د څار ادارې په ۲۰۱۷ کال کې ویلي وو، چې تېرو یوولسو کلونو کې د «ناغېړۍ، درغلۍ او ناسم مدیریت» له کبله ۱۹ میلیارده ډالر ضایع شوي دي.

د سیګار په وینا، دا ښايي د ټولو بې ځایه لګېدلو پیسو یوه کوچنۍ برخه وي. دې ادارې همدا راز زیاته کړې چې د امریکا د مرسته شوو پیسو د جګړې له پراخېدو، فساد او د وسله والو د ملاتړ له پیاوړتیا سره مرسته کړې.

د دې جګړې انساني لګښت څومره و؟

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو خلاف د جګړې ډګر ته له وتلو راهیسې د امریکا له ۲۳۰۰ ډېر سرتېري وژل شوي او ۲۰ زره ۶۶۰ نور ټپي شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې، د ۲۰۱۹ کال تر سپټمبر پورې افغانستان کې نږدې ۱۳ زره امریکايي سرتېرو حضور درلود، خو ترڅنګ یې شاوخوا ۱۱ زره نور امریکايي وګړي هم وو چې د قراردادیانو په توګه یې کار کاوه.

په دې جګړه کې د امریکايي ځواکونو مرګ‌ژوبله افغان امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په پرتله د پام وړ کمه ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېر کال منلې وه چې په ۲۰۱۴ کال کې واک ته د ده له رسېدو راهیسې تر ۴۵ زرو ډېر افغان سرتیري وژل شوي دي.

د ولسمشر غني لخوا د مرګ‌ژوبلې اعلان غیرمعمولي و ځکه د افغانستان او امریکا حکومتونو د افغان ځواکونو تلفات نه ښکاره کول.

ځينو رپوټونو کې راغلي چې په وروستیو کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو مرګ‌ژوبله ډېره لوړه شوې او کله ناکله د ورځې په منځنۍ کچه له ۳۰ تر ۴۰ سرتیري وژل کېږي.

له دې سره افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې یې په دوامداره توګه د ملکي مرګ‌ژوبلې د شمېرو ثبتول پیل کړي، وايي په دې موده کې له سلو زرو ډېر ملکي افغانان مړه یا ټپيان شوي دي.

Previous Post

حامد کرزي د ملکي تلفاتو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې

Next Post

د جګړو له شدت سره هممهاله ملکي مرګ ژوبله هم لوړه شوې ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د جګړو له شدت سره هممهاله ملکي مرګ ژوبله هم لوړه شوې ده

د جګړو له شدت سره هممهاله ملکي مرګ ژوبله هم لوړه شوې ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين او امريکا د ۲۴ سلنه تعرفو د ځنډولو په اړه موافقې ته ورسېدل

چين او امريکا د ۲۴ سلنه تعرفو د ځنډولو په اړه موافقې ته ورسېدل

اگست 12, 2025
خوست کې وروستیو ورښتونو د مرګ ژوبلې ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه اړولي

خوست کې وروستیو ورښتونو د مرګ ژوبلې ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه اړولي

اگست 6, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved