امريکا او ايران مياشت وروسته بيا جګړه پيل کړې او د نفتو نړيوال بازار کې يې اندېښنې راپورته کړې دي.
د اګست په ۳۱مه نېټه، د نيويارک د توکو په معاملوي مرکز کې د راتلونکي اکتوبر د سپکو اومو نفتو اټکلې بيه ۸۵.۷۶ امريکايي ډالرو ته رسېدلې چې ۲.۸۳ سلنه زياتوالی ښيي او د راتلونکي نومبر د سپکو اومو نفتو اټکلې بيه ۹۰.۴۹ امريکايي ډالرو ته لوړه شوې، چې دا بیا ۲.۷۱ سلنه زياتوالی ښيي.
د برېتانيې د ټراډو ” Tradu “ په نوم د بازاري معاملو ډګر لوړ پوړي څېړونکي نيکوس تزابوراس رسنيو ته ويلي، که جيوپوليتيکه بې ثباتي او د نفتو عرضه قطع کول د اوږد وخت لپاره دوام ولري، په بازار کې د عرضې او تقاضا اړيکې به مخ په ترينګلتيا او د اومو نفتو بيه به د پر له پسې لوړېدو له فشار سره مخ وي.














