د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي، د ا.ا رهبر شیخ هبتالله اخندزاده ویلي چې د هیچا «غیرشرعي» غوښتنې به ونه مني او د «بېځایه» فرمایشاتو پر ځای به د خلکو الهي او دیني حقونو ته ژمن پاتې شي. نوموړي یو ځل بیا پر یووالي او اطاعت ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتي چې د دښمنانو په «ناوړه» تبلیغاتو ونه غولېږي. دغه څرګندونې تېره شپه د کندهار په پوځي هوايي ډګر کې په جوړه شوې غونډه کې شوې دي، چې د دغه ولایت لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو هم ګډون پکې کړی و.














