د چين د سوداګرۍ وزات د سپتمبر په ۳مه نېټه تازه شمېرنه خپره کړې، چې له مخې يې د روان کال له جنورۍ څخه تر جولای پورې د دې هېواد د خدماتي وارداتو او صادراتو عمومي حجم ۴ ټريليونو، ۴۴۶ ميلياردو او ۷۱۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی دی او دغه شمېر د پروسږ همدې مودې په پرتله ۸ اعشاريه ۳ سلنه زياتوالی ښيي.
د شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړيو ۷ مياشتو کې د دې هېواد خدماتي صادرات ۱ ټريليون، ۷۷۳ ميلياردو او ۲۳۰ ميليونو يوانو ته رسېدلي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۷ اعشاريه ۱ سلنه زياتوالی ښيي،خدماتي واردات ۲ ټريليونو، ۶۷۳ ميلياردو او ۴۸۰ ميليونو يوانو ته رسېدلي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳ اعشاريه ۲ سلنه زياتوالی ښيي. د دې هېواد د خدماتي تجارت منفي بيلانس ۹۰۰ میلياردو او ۲۵۰ میليونو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۷۶ ميلياردو او ۳۳۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی دی.














