د اګست د ۲۶مې نېټې په سهار د نيپال په سرحدي سيمه کې د ځمکې ښویېدنې پېښه شوې، چې له امله يې د چین د شي ځانګ کورواکې سيمې د ژيکاځه ښار د جيلونګ ولسوالۍ په جيلونګ ځمکني بندر کې ډېرو وګړو ته مرګژوبله اوښتې او ځينې يې تر خاورو لاندې شوي دي.
د اګست د ۲۹مې نېټې د سهار وختي تر يوې بجې پورې د جي لونګ ولسوالۍ د جي لونګ علاقه دارۍ په ژي سو کلي کې ۲ تنه ژغورل شوي. په جي لونګ ولسوالۍ کې د ځمکې ښويېدنې له امله ۷ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۵۵۴ تنه نور ورک دي.
د اور وژنې او ژغورنې مرستندويه ډلې په ځمکنيو، اوبو او هوايي لارو د ناورين ځپلې مرکزي سيمې ته روانې دي. د اګست د ۲۸مې نېټې په ماسپښين لومړۍ مرستندويه ډله د جي لونګ ځمکني بندر مرکزي سيمې ته رسېدلې ده. د ژغورلو بېلا بېلې چارې په بېړني او منظم ډول روانې دي.
د ځايي مېشتو ځواکونو، پوليسو، د اور وژنې او ژغورنې ډلو، عامه امنيت او طبي کارکوونکو په شمول د ژغورلو د مختلفو قوتونو ۲۰۹۶ تنه د ژغورلو په چارو کې ګډون لري. څه باندې ۳۰۰ موټرونه او ډېرې بې پيلوټه الوتکې د ژغورونکو چارو لپاره د خدمت په حال کې دي او د فعال او خوندي مخابراتو لپاره ۲ د سپوږمکيو مخابراتي موټرونه ځای پر ځای شوي دي.
په جي لونګ ولسوالۍ کې حکومتي ادارې د ځمکې ښویېدنې له پېښېدو وروسته خوندي ځای ته د ناورين ځپلو د انتقال چارې پيل کړې دي. شاوخوا ۵۰۰ ځايي اوسېدونکي ۴ لنډمهالي پناه ځايونو ته انتقال شوي دي.














