د عراق صدراعظم صدراعظم علي الزيدي د اګست په ۱۲مې نېټې ويلي، چې د روان کال د سپتمبر ۳۰مه نېټه د امریکا په مشرۍ د اسلامي دولت ضد د نړیوالو ایتلافي ځواکونو لپاره وروستۍ نېټه ده، چې په دغه هېواد کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورسوي او له عراقه د وتلو لړۍ بشپړه کړي.
د عراق د صدراعظم مطبوعاتي دفتر په همدې ورځ يوې اعلاميې کې ويلي، چې علي الزيدي يادې څرګندونې په بغداد کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان جنرال مایکل کوریلا سره د لېدنې په ترڅ کې کړې دي.
هغه ويلي، عراق به د اکتوبر په لومړۍ نېټې د خپل پرمختګ یو نوی څپرکی پرانېزي او پدې هېواد کې به ټول بهرنی پوځي موجوديت پای ته ورسېږي او د عراق حکومت به په خپله خاوره کې بشپړ ملي حاکمیت وکاروي.
امريکا په ۲۰۰۳م کال کې د عراق جګړه پیل کړه او د ۲۰۱۱م کال تر پایه یې په لویه کچه خپل سرتیري له دغه هېواده وایستل او یوازې یوه کوچنۍ پوځي ډله یې پرېښوده.
“اسلامي دولت” نومي افراطي ډلې په ۲۰۱۴م کال کې د عراق د لوېدیځ او شمال پراخې سیمې ونیولې او بيا وروسته نړیوال ایتلاف عراق ته سرتیري واستول.
د عراق حکومت د ۲۰۱۷م کال په ډسمبر کې د “اسلامي دولت” نومي ډلې د ماتې اعلان کړی و.














