جمعه, اگست 28, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Home نړیوال خبرونه

د غره په پاڼ کې لېفټونه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 28, 2026
in نړیوال خبرونه
0
د غره په پاڼ کې لېفټونه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ني جو سيند لويه دره د چين د يون نان ولايت د چو جينګ ښار په پوو لي کلي کې موقعيت لري.

د روان کال د جولای په ۳۱مې نېټې په یادې درې کې د فو یاو په نوم دوهم نمبر لېفټ، چې ۲۸۸ متره جګوالی لري، ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. د دغه لېفټ ترڅنګ د چينګ يون په نوم لومړی نمبر لېفټ هم شته، چې ۲۶۸ متره اوږدوالی لري او په ۲۰۲۲م کال کې جوړ شوی دی.

You might also like

نیپال کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۳۸۹ ته لوړ شو

ټرمپ روسيې ته د سي ایي اې د مشر سفر تائيد کړ

د نيپال په شمال کې د سختو سېلابونو له امله ډېر کسان مړه شوي او ۸۲۶ نور ورک دي

هغه ماشومان، چې په يادې درې کې اوسېږي، پخوا به د غره د پاڼونو او لوړو ژورو له لارې ښوونځي ته تلل او څه باندې ۳ ساعته مزل به يې کاوه، خو اوس یې دغه مزل د دواړو لېفټونو او د څوکې د پاسه غځېدلي ټيلفېر په وسیله ۳۰ دقيقو ته کم شوی دی.

د يادولو ده، د سیمې زده کوونکي او هم خلک دواړه لېفټونه په وړيا توګه کاروي او د ننوتنې ځانګړې لارې ورته برابرې شوې دي.

د ايران خبري رسنيو د همدغو لېفټونو په اړه راپورونه ورکړي او د اساسي تاسيساتو په اړه يې ځيني ارقام خپاره کړي دي. خو دلته بايد د يادو خبرونو د حيرانتيا وړ ارقامو په پرتله لا ارزښتناکو مالوماتو ته پاملرنه وشي.

حقيقت دا دی، چې په اقتصادي لحاظ د دغو لېفټونو د جوړولو ګټې له لګښتونو سره برابرې نه دي.

د دغو دوو لېفټونو د جوړولو بيه لوړه ده او د همدې درې د يوه کلي يوازې څو لسګونه کورنۍ او زده کوونکي ترې ګټه اخلي. لګښت او ګټو ته په کتو، هيڅ سوداګريز ارګان به حاضر نه شي، چې په داسې سیمې کې دغه ډول پانګونه وکړي.

ټولنيز خدمتونه له سوداګرۍ سره توپير لري او د خلکو ګټې په پام کې نيول کېږي. د دغو لېفټونو په رڼا کې ښوونځي ته د ماشومانو د تګ وخت ۳ ساعتونه کم شوی؛ عمرخوړلي او کمزوري کسان نور اړتيا نه لري، چې د درنو بارونو په شا کولو د د غره د څوکې او لمنې ترمنځ غځېدلې سخته لاره ووهي او دغه کلی اوس له جغرافيايي پرېکون څخه لرې شوی او له نورو سيمو سره نښلول شوی دی.

دغسې چارې باید په پيسو حساب نه شي او نه باید په اقتصادي ګټو پسې تړاو ولري او يوازې د خلکو ژوند باید په نظر کې ونيول شي.

دغه چاره د هغه منطق څرګندويي کوي، چې رښتينې ګټې له پيسو نه مخکې دي.

په حقيقت کې د چين پرېکړې او پلانونه ګټور دي او په کوردننه د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د کليو د سمسورتيا په چارو کې یې تطبیقوي او په ټوله کې يې پلانونه پر لرې پرته سيمو او کمزورو برخو متمرکز دي.

په چين کې ورته بېلګې نورې هم موندلی شو

د شي ځانګ کورواکې سيمې د الي سيمې په يوه کلي کې يوازې څو کورنۍ اوسېږي ، خو د اوبو او برېښنا بشپړې شبکې ورته جوړې شوې دي.

د سه چوان ولايت د ليانګ شان د يي قوم کورواکې ولسوالۍ په شوان يا کلي کې د غره په لوړو ژورو کې داسې پولادي زينه جوړه شوې، چې ۲۵۵۶ اړکي لري.

د ني جو سيند په درې کې جوړ شوي لېفټونه هم ښې بېلګې کېدای شي.

د چين په دغو پرېکړو کې د اقتصادي ګټو په پرتله د خلکو ګټو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.

برسېره پر دې، دغه سيسټم د ځايي سيمو د پرمختيايي توان د لوړولو لپاره هم ځانګړی رول لري.

دغه لېفټونه په داسې حال کې جوړ شوي، چې د ني جو سيند په درې کې د څلور اې په کچه د سيلانيزې سيمې د پرمختګ چارې روانې دي.

د نوموړي سيند دپاسه بېپانجيانګ پل غځيدلی، چې جګوالی يې په نړۍ کې تر ټولو لوړ دی.

دغه پل د دې سيمې يوه سيلانيزه نښه ګرځيدلې او ډېر سيلانيان يې لیدنې ته ورځي او ورسره د کليوالو هوټلونو او رسټورانټونو چارې هم سمسورې شوي او د ځايي ځانګړو محصولاتو د خرڅلاو وضعيت ورسره ښه شوی دی.

يادو لېفټونو نه يوازې د کليوالو لپاره ټرانسپورټي اسانتياوې برابرې کړي، بلکې دوی ته يې له بازار څخه د ګټې د اخيستلو امکانات هم برابر کړي دي.

دا د دې ښه بېلګه بللی شو، چې د اساسي تاسيساتو ابادي ځايي سيمو ته د پرمختګ خوځنده قوت ورکولی شي.

 تر ۲۰۲۶م کال پورې، د نوموړې سيلانيزې سيمې په شاوخاو کې له ۲۰۰ زيات رسټورانټونه، هوټلونه او د ځانګړو محصولاتونو دکانونه جوړ شوي دي. دغو لېفټونو نه يوازې د دغه کلي ټرانسپورټي ستونزه حل کړې، بلکې ځايي خلکو ته یې ډېر ګټور فرصتونه هم برابر کړي دي.

ځينو بهرنيو رسنيو د دغو لېفټونو جوړونه د عجيب کار په توګه ياده کړې، خو دغه پېژندنه یې دقيقه او بشپړه نه ده. ځکه، «عجیبه» کليمه عموماً هغو تصادفي پېښو او چارو ته کارول کېږي، چې هغه کاپي یا نه تکرار کېدونکې وي.

د ني جو سيند په درې کې د جوړو شويو لېفټونو پروژه د چين د جنوب لوېديځ په غرنيزو سيمو کې يوازېنې بېلګه نه ده، بلکې د چين په ډېرو سیمو کې ورته سخت کارونه تر سترګو کېږي.

د دغو پروژو بنسټيز منطق دا دی؛ هغه سيمې، چې سرمايه يې کمه او عادي لارې چارې یې فعالې نه وي، په ځانګړو اقداماتو خنډونه او جغرافيايي پرېکون له منځه وړلی او پرمختګ کولی شي.

Previous Post

د افغانستان او تاجکستان پولې د پیاوړتیا لپاره د تجهیزاتو پر لېږد هوکړه شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نیپال کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۳۸۹ ته لوړ شو
نړیوال خبرونه

نیپال کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۳۸۹ ته لوړ شو

by Spogmai Radio
اگست 28, 2026
ټرمپ روسيې ته د سي ایي اې د مشر سفر تائيد کړ
نړیوال خبرونه

ټرمپ روسيې ته د سي ایي اې د مشر سفر تائيد کړ

by Spogmai Radio
اگست 27, 2026
د نيپال په شمال کې د سختو سېلابونو له امله ډېر کسان مړه شوي او ۸۲۶ نور ورک دي
نړیوال خبرونه

د نيپال په شمال کې د سختو سېلابونو له امله ډېر کسان مړه شوي او ۸۲۶ نور ورک دي

by Spogmai Radio
اگست 27, 2026
ایران: که امریکا يې شرطونه ونه مني، نو هرمز تنګی به هم بند وي
نړیوال خبرونه

ایران: که امریکا يې شرطونه ونه مني، نو هرمز تنګی به هم بند وي

by Spogmai Radio
اگست 27, 2026
د سږکال په لومړۍ نيمايي کې د چين ناخالص کورنی توليد د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۴.۷ زيات شوی
نړیوال خبرونه

د سږکال په لومړۍ نيمايي کې د چين ناخالص کورنی توليد د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۴.۷ زيات شوی

by Spogmai Radio
اگست 27, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امريکا پر ايران د هوايي بريدونو نوی پړاو پیل کړ

امريکا پر ايران د هوايي بريدونو نوی پړاو پیل کړ

جولای 20, 2026

د چانګ ان سان وان لي په نوم د کارتوني فلم  په بریالي کېدو سره د چین دودیز کلتور بیا ځلانده شوی

جولای 20, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

د غره په پاڼ کې لېفټونه
نړیوال خبرونه

د غره په پاڼ کې لېفټونه

اگست 28, 2026
د افغانستان او تاجکستان پولې د پیاوړتیا لپاره د تجهیزاتو پر لېږد هوکړه شوې
افغانستان

د افغانستان او تاجکستان پولې د پیاوړتیا لپاره د تجهیزاتو پر لېږد هوکړه شوې

اگست 28, 2026
د هېواد په هوايي ډګرونو کې د بار وړلو خدمتونو لګښتونه کم شوي
افغانستان

د هېواد په هوايي ډګرونو کې د بار وړلو خدمتونو لګښتونه کم شوي

اگست 28, 2026
د هرات والي له کویټي پانګوال سره د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې
افغانستان

د هرات والي له کویټي پانګوال سره د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې

اگست 28, 2026
روسیې په حیرتان بندر کې د ځانګړې اقتصادي سیمې د جوړلو غوښتنه کړې
افغانستان

روسیې په حیرتان بندر کې د ځانګړې اقتصادي سیمې د جوړلو غوښتنه کړې

اگست 28, 2026
نیپال کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۳۸۹ ته لوړ شو
نړیوال خبرونه

نیپال کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۳۸۹ ته لوړ شو

اگست 28, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved