د ملګرو ملتونو د غلو دانو او کرنې سازمان د سپتمبر په ۴مه نېټه په يو راپور کې ويلي، تېر اګست په ټوله نړۍ کې د خوراکي توکو بيې شاخص متوسطه کچه په ۱۳۳.۳ ښيي، د تېر جولای په پرتله يې ۱.۹ سلنه زياتوالی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲.۵ سلنه زياتوالی موندلی دی.
په دغه راپور کې ويل شوي، په تېر اګست کې د ۵ عمده ډولو خوراکي توکو بيې د تېر جولای په پرتله ټولې جګې شوې چې په دې جمله کې د بورې بيې تر ټولو ډېر زياتوالی ښودلی دی.













