چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د واک تر لاسه کولو لپاره د عملي سیاست اړتیا

لیکنه: مشتاق رحیم

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 14, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د واک تر لاسه کولو لپاره د عملي سیاست اړتیا
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

سیاست او سیاسي مباحثې د افغانانو کابو د ټولو ټولنیزو ناستو او سیاحتي چکرونو د بحثونو غوښنه برخه وي او آن ډېری وخت ټول بحث یوازې په سیاسي چارو راټول وي. همدا راز، هغه ابزار چې د ساعتیرۍ، له ورځنیو چارو څخه د ذهن آرامه کولو او د ټوکو ټکالو د کارونې لپاره دي هم موږ په سیاست ککړ کړي او پکې په سیاسي بحثونو بوخت یو. که ټلوېزیون او راډیو تر ډېره د سیاسي خبرونو او پروګرامونو د کتلو او اورېدو لپاره کاروو، نو ټولنیزې رسنۍ لکه فیسبوک او ټویټر هم د سیاست او د سیاسي بحثونو او کیسو مرکز ګرځیدلي. داسې نه ده چې نورو هیوادونو کې دا کار نه کیږي او خلک سیاست ته وخت نه ورکوي، یا د ټکنالوژۍ پر مټ برابر شوي د اړیکو ابزار د سیاست لپاره نه کاروي. ایتان هرش په خپل کتاب ”سیاست د واک لپاره دی“ کې وايي چې د امریکا هر درېیم وګړی هره ورځ تر دوو ساعتونو زیات وخت په سیاسي چارو کې په داسې حال کې تیروي، چې د دې هیڅ احساس هم نه کوي چې په ټوله ورځ کې دې یې یوه دقیقه هم سیاسي کار کړی وي. خو که له نورو ټولنو سره په پرتليز ډول وکتل شي، افغانان په دې برخه کې بیا په افراطي ډول ښکېل دي. ښايي یو لامل دا هم وي چې افغانستان په تیرو څلورو لسیزو کې په دوامداره توګه په کړکېچونو کې ښکیل پاتې شوی او دغه حالت په ولس ژور اغیز درلودلی، نو خلک هم ډېر زیات اندیښمن دي او د سیاسي بحثونو له لارې هڅه کوي چې خپلو پوښتنو او اندیښنو ته ځوابونه پیدا کړي.

سره له دې چې ټولنه مو له سیاسي اړخه خوځنده ده، پر سیاسي چارو ژور نظر ساتي او تل په دې تکل کې ده چې له چارو باخبره پاتې شي بیا هم د سیاسي جوړښتونو تر وېروونکي بریده له کمښت سره مخ ده. سیاسي شخصیتونه مو اکثره حادثو زیږولي او هغه هم د ګوتو په شمار کورنۍ او خلک دي چې دا څلور لسیزې د افغانستان سیاسي محور څرخوي او د افغانستان په اړه ټولې پرېکړې هم همدوی کوي. د دې حالت اساسي لامل دا دی چې موږ د ټولنې په توګه یوازې د خبرو تر بریده، په ناستو ولاړو او غونډو کې د سیاسي بحث محوریت کې د پاتې کیدو او یا د کور تر انګړه په سیاسي چارو کې برخه اخیستو ته چمتو یو. سیاست راته یو شوق ګرځیدلی، سیاسي بحث د وخت تیرولو لپاره کوو او که یو څوک ډېر فعال هم وي، نو سیاست ډېری وخت په ټولنه کې د شخص په توګه د ځان مطرح کولو لپاره کوي. د عملي سیاست په ځای شوقي سیاست ته لومړیتوب ورکوو او همدا لامل دی چې په سیاست کې د دومره ډېر وخت له مصرفولو وروسته هم د رښتینو سیاسي احزابو او ډلو له کمښت سره مخ یو، په معیار برابر سیاسي شخصیتونه نه لرو او په سیاسي چارو باندې مو اغیز له نشت سره برابر دی.

د سیاست یو آسانه تعریف د واک تر لاسه کولو هلې ځلې دي. د سیاسي خوځښتونو بنسټیزه موخه همدا ده چې واک تر لاسه کړي او بیا د واک له دریځه د خپلې ټولنې لپاره د خپلو ارمانونو د پاللو هڅه وکړي. په نړۍ کې ګوندونه او د هغوی پلویان چې کله غونډې جوړوي، کمپاینونه کوي او ولس هڅوي چې په سیاسي خوځښتونو او برنامو کې فعاله ګډون وکړي، نو موخه یې دا وي چې د هیواد واک ګدۍ خپله کړي. کله چې یو عادي وګړی دې ته چمتو کیږي چې پرته له کوم مادي امتیازه خلک وهڅوي چې د هغه د خوښې سیاسي ډلې یا شخص ملاتړ وکړي، نو دی اصلاً هڅه کوي چې واکمن شي. د ده د خوښې ډلې یا شخص واک ته رسیدل په حقیقت کې د دغه سیاسي رضا کار یا فعال د ارمان پالونکو واک ته رسیدل دي. کله چې موږ د واک تر لاسه کولو خبره کوو، نو دلته بحث د وګړو واک او دندو ته رسول نه دي، بلکې د هغه ارمان د پالنې خبره ده چې موږ یې د ځان او ټولنې لپاره لرو.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د دې لپاره چې خپل سیاسي ارمانونه وپېژنو، د خپلو ټولنیزو واقعیتونو په پام کې نيولو سره  باید د دغو ارمانونو او لرلیدونو ارزونه وکړو او بیا د خپل سیاسي لرلید په ملاتړ خلک را ټول کړو، نو اړینه ده چې په دوامداره توګه سیاسي فعالیت ولرو. له بده مرغه، زموږ په ټولنه کې تر ډېره بریده عملي سیاست په ټاکنو کې د سیاسي اشخاصو د کمښت له کبله را تپل شویو بد او بدتر تر منځ ټاکنې او بیا وروسته نیوکو او شکایتونو پورې محدود وي. د ټاکنو پر مهال په پرتلیزه توګه موږ ته منلي کس لپاره تر هره بریده مبارزه کوو او له ټاکنو وروسته بیا له هماغې ډلې او که لږ حقیقت ته نږدې خبره وکړم ، شخص څخه ګیلې او شکایتونه کوو. په دې برخه کې زموږ ستره ستونزه دا ده چې افراد مو په سیاست کې خورا ډېره انرژي په غیر منظم ډول مصرفوي. که تیرو دوو لسیزو ته ځیر شو، نو جوته به شي چې دا کیسه په وار وار تکرار شوې ده. د یادونې وړ ده چې کله د واک خبره کوو، نو دا تر اجرایه ځواک یانې ولسمشرۍ پورې محدود بحث نه دی؛ بلکې مقننې قوې یا ملي شورا پورې هم تړلې خبره ده او د څار ډلې لکه ولایتي شوراګانې پکې هم د يادولو وړ دي.

که غواړو افغانستان هغه افغانستان شي چې موږ یې تصور لرو، په هیواد کې د هغه ژوند څښتنان شو چې موږ یې هیله لرو او د هیواد چارې مو زموږ له غوښتنو سره سمې تنظیم شي، نو اړینه ده چې له مقطعه يي او شوقي سیاست څخه د عملي سیاست لور ته لاړ شو. د عملي سیاست لپاره تر ټولو لومړنۍ اړتیا د سیاسي ادرسونو رامنځ ته کول دي چې د سیاست په ډګر کې سیاسي احزاب دي. اړینه ده چې همفکره وګړي سره په یو ګډ محور را ټول او د خپلو سیاسي موخو د پاللو لپاره عملي سیاست وکړي.

د سیاسي ادرس پیدا کول لومړنی او اړین ګام دی؛ خو د سیاسي موخو د پالنې لپاره بسنه نه کوي. اصل کار د یو سیاسي حزب له ادرسه د ولسونو انسجام، تنظیم او په خپل سیاسي فکر را ټولول دي. دا دوامداره کار او منډو ترړو ته اړتیا لري. په سیاسي چارو کې ټولنه په دریو برخو ویشل کیږي. لومړۍ ډله سیاسي مشران دي چې په شمار اشخاص د یو سیاسي ادرس استازي، څیره او غږ وي. دویمه ډله د سیاسي فعالانو ده چې د مشرانو او ولس تر منځ د پل دنده تر سره کوي او په ټولنه کې د دوامداره فعالیت له لارې که یوه خوا د خپل سیاسي هدف په ملاتړ خلک منسجموي، نو بله خوا په سیاسي ډګر کې له یو فعال شخص څخه د مشرۍ ډګر ته د ارتقا هلې ځلې کوي. درېیمه ډله او ستره ډله ولس دی، رایه کاروونکي دي او همدا ډله ده چې د واک سرچینه ده او چې چاته یې خوښه وي، د واک ګدۍ ورته سپاري. سیاسي رهبران اړ دي چې د ولس غږ ته په ورځنیو سیاسي چارو کې انعکاس ورکړي، سیاسي فعالین یوه خوا مشرانو او ولس تر منځ اړیکه پیاوړې وساتي او بله خوا د ولس پوهاوي ورځنۍ دنده مخ ته یوسي.

سیاسي هلې ځلې دوامداره چاره ده چې په مقطعه يي بڼه مطلوبې پایلې، د واک تر لاسه کول او  خپلو ارمانونو ته رسیدل نه شي ورکولی. سیاسي مشران باید ولس ته د هغوی د ارمانونه په رڼا کې برنامه وړاندې کړي، سیاسي فعال د دغو برنامو په اړه ولس ته پوهاوی ورکړي او ولس د انسجام له لارې د هغه ډلې واک ته د رسولو هڅه وکړي، چې د دوی غوښتنې پوره کوي. دا چاره دوامداره کار، ناستو ولاړو، د غونډو او سیمنارونو او مطبوعاتي بحثونو له لارې شونې ده. حقیقي سیاسي قدرت تر لاسه کول اوږدمهاله مبارزې، دوامداره کار او خوځنده سیاسي فعالیت ته اړتیا لري.

که د افغانستان د تیرو دوو لسیزو سیاست ته وګورو، نو آن هغه خلک چې د پیاوړو ډلو استازي هم وو، د فرد په توګه واک ته ننوتي او همدا لامل دی چې هغه ستر ارمانونه چې د دوی ډلو له لسیزو او کلونو پاللي، د هغې د تحقق ارمان ته نه دي رسیدلي. بله خوا که د نوي نسل استازي ځوانان مو سیاسي ډګر ته راغلي، هغوی هم د فرد په توګه مطرح پاتې شوي او له همدې کبله نه دي توانیدلي چې د هغه بدلون چې ترې تمه کیده، لامل وګرځي. د حالاتو په خپل حال پاتې کیدل، یا هم له هرې ورځې په تیریدو له بد څخه بد تر لوري ته تګ د دې لامل شوی چې ولس هم ستړی دی، سیاسي فعال د ارمان پر ځای تر دندې فکر کوي او سیاسي مشران ولس یوازې تر هغې پېژني چې واک تر لاسه کړي. د خلاصون لار مو دا ده چې د شوقي سیاست پر ځای عملي سیاست ته را ودانګو، په ملي چارو کې د ځان مطرح کولو لپاره ولسونه له ځان سره ملګري کړو او د رښتیني بدلون لپاره اوږدمهاله زیار او زحمت ته ملا وتړو. د سیاسي فعال په توګه دا خپله دنده وګرځوو چې ولس په ملي مسایلو پوه کړو، سیاسي مشران د ولس له زړه خبر کړو او د واک خاوندان دې ته اړ کړو چې د حساب ورکولو اصل ته درناوی ولري.

Previous Post

ایا موخو ته مو نږدې کېږی؟

Next Post

که سالمه تغذیه ولری ژر نه زړېږی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
که سالمه تغذیه ولری ژر نه زړېږی

که سالمه تغذیه ولری ژر نه زړېږی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

میر رحمان رحماني: ولسمشر د عليپور د نیولو پر ځای اندرابي له دندې ګوښه کړ

میر رحمان رحماني: ولسمشر د عليپور د نیولو پر ځای اندرابي له دندې ګوښه کړ

مارچ 29, 2021
عزیزي: د افغانستان صادرات ۱۲۰ سلنه زیات شوي

عزیزي: د افغانستان صادرات ۱۲۰ سلنه زیات شوي

مارچ 4, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved