د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې مرستیال مايکل الیس په دې وروستیو کې په علني ډول ويلي، چې امریکا اوس د چین او چيني شرکتونو پر وړاندې پراخې جاسوسۍ ترسره کوي، تر څو په پوځي او اقتصادي برخه کې د چین له “دوه ګوني ګواښ” سره مقابله وکړي او په تېره بيا یې د مصنوعي ځیرکتیا، سېميکنډاکټور، بيوټېکنالوژۍ او نورو برخو کې چیني شرکتونه د جاسوسۍ د موخو په توګه ټاکلي دي.
د چين د سوداګرۍ وزارت په دې اړه ويلي، چې چین د امريکا له يادو کړنو سره کلک مخالفت کوي. د دې وزارت په خبره، د امریکا استخباراتي ادارې عادي اقتصادي سیالۍ ګډوډوي او اړوندې کړنې یې د بېلابېلو هېوادونو د شرکتونو سوداګرۍ ته سخت زیان رسوي، په دې سره به نړيوال بازاري چاپیریال تخریب شي.
چین امریکا ته جدي خبرداری ورکوي، چې سمدلاسه د چین او چيني شرکتونو پر وړاندې جاسوسي فعالیتونه او هغه ټولې کړنې ودروي، چې د چین د ملي حاکمیت، امنیت او د پرمختګ ګټو ته زیان رسوي.












