د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د اګست په ۲۷مې نېټې يو فرمان لاسلیک کړی او د «اونټاریو جهیل» نوم یې په «امریکايي جهیل» بدل کړی دی.
د ټرمپ دغه اقدام ته ډېر ژر د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني غبرګون ښودلی او د نوموړي دغه پرېکړه يې غندلې ده.
مارک کارني پر ټولنیزو رسنیو ویلي، د «اونټاریو جهیل» شاوخوا ۴۰۰ کلن تاریخ لري او د کاناډا د فدراسیون له جوړېدو او د امریکا ((د خپلواکۍ اعلامیې)) له خپرېدو څخه مخکې رامنځته شوی دی.
اونټاریو جهیل د شمالي امریکا له پنځو لویو جهیلونو څخه یو دی او د امریکا او کاناډا پر پوله پروت دی.
ټرمپ د امریکا او کاناډا ترمنځ د سوداګریزو اختلافونو په درشل کې د روانې میاشتې په ۲۵مه نېټه ویلي وو، چې په پام کې لري، د اونټاریو جهیل نوم په «امریکايي جهیل» بدل کړي.
د ټرمپ دغې څرګندونې په کاناډا کې نیوکې راوپارولې دي.
ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په دویمه دوره کې د اجرائیوي فرمانونو له لارې د څو جغرافیایي ځایونو نومونه هم بدل کړي دي.
هغه د خپلې دندې په لومړۍ ورځ د «مکسیکو خلیج» نوم په «امریکايي خلیج» بدل کړ، چې د مکسیکو سخت غبرګون یې راوپاراوه. وروسته یې د «ډینالي غره» نوم بېرته «مککینلي غره» ته واړوه، چې په ۲۰۱۵ کال کې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما ورته «ډینالي» نوم ټاکلی و.













