د نورستان د دواب ولسوالۍ د ماوي سیمې له کانونو څخه ترلاسه شوې قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې د ازادې بولۍ له لارې د ۱۲۲ میلیونه، ۵۰۰ زره او ۱۰۰ افغانیو په ارزښت پلورل شوې دي. د مالوماتو له مخې، په دې ډبرو کې ۱۲ کیلوګرامه بیروج، دوه ټنه کنزیت، بلور او مارګنیټ شامل دي .سرچینه وايي، له دې پلور څخه به ۱۲ میلیونه، ۲۵۰ زره او ۹۱۰ افغانۍ د دولت خزانې ته وسپارل شي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د نورستان له کانونو څخه ترلاسه شوې قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې د ازادو بولیو له لارې پر سوداګرو پلورل شوې دي.














