د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د سپتمبر په ۷مه نېټه په بېجینګ کې د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر روبرټو ویلاسکو الواریز سره خبرې اترې وکړې.
وانګ يي په خپلو خبرو کې وویل چې چین تل د چین او مکسیکو اړیکو ته د سراسري جنوب هېوادونو د يووالي او همکارۍ له ستراتیژیک لید څخه ګوري او وده ورکوي او له بهرنۍ لاسوهنې سره د مبارزې په برخه کې د مکسیکو د هڅو ملاتړ کوي. د چین او مکسیکو اړیکې د کوم درېیم اړخ پر ضد نه دي او نه هم باید د کوم درېیم اړخ تر اغیز لاندې راشي. چین به له مکسیکو سره په بېلا بېلو برخو کې تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو د هراړخيزو ستراتیژیکو همکاریزو اړیکو د دوامداره او ژور پرمختګ لپاره ګډ کوښښ وکړي.
ویلاسکو د مکسیکو د ولسمشرې کلاډیا شینبام پارډو صادقانه سلامونه رئیس شي جین پینګ ته ورسول او ویې ویل چې مکسیکو د یو چین پېژندنې پر اصل او د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې پر ۲۷۵۸م پریکړه لیک ټینګار کوي او د چین ملاتړ کوي چې د اېپیک د مشرانو د غیر رسمي غونډې کوربه توب او پکې لارښوونکی رول ولوبوي.













