د پاکستان د بار وړونکو موټرو ټولنې له حکومت سره د خبرو له بې پایلې پاتې کېدو وروسته، سر له نن څخه د کاربندیز اعلان کړی دی. یادې ټولنې له حکومت څخه د ډیزلو او مالیاتو د بیو د کمولو، د تېلو د بیې د یوې میاشتې لپاره د ثابتولو او د ټرانسپورټي شرکتونو د اضافي مالي بار د لرې کولو غوښتنه کړې ده. دوی همداراز د موټرو د وزن د کچې د یو شان پلي کېدو او ۱۰ ټیره موټرو ته د ۳۵ ټنه بار وړلو اجازه غواړي. بار وړونکو د ګمرکونو د هغو مقرراتو د لغوه کولو غوښتنه کړې چې د موټرو د ضبطولو اجازه ورکوي او په لویو لارو کې یې د درنو جریمو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده. یادې ټولنې ویلي، تر هغه به کاربندیز دوام ولري چې غوښتنې یې ونه منل شي. د پاکستان حکومت لا تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.














