د کولمبيا د ناورينونو او خطرونو ملي ادارې د اګست په ۱۳مې نېټې خبر ورکړی، چې د همدې نېټې د ماسپښين تر ۵ بجو پورې په دغه هېواد کې د تېرې سختې زلزلې له امله ۲۸۱ تنه مړه شوي، ۳۴۸ تنه ژغورل او ۳۹۷۱ تنه ټپيان شوي او ۳۷۹ تنه نور لا هم ورک دي.
په خبر کې ويل شوي، يادې زلزلې د کولمبیا ۱۵ ولايتونه او ۴۲۶ ښارونه او علاقه دارۍ سختې ځپلي او د زلزله ځپلو کسانو شمېر يې ۱۰۲ زرو تنو ته رسېدلی دی.
د کولمبيا اړوندې ادارې په زلزله ځپلو سيمو کې د کسانو د لټولو او ژغورلو، د ټپيانو د درملنې، د کورونو د ارزونې او د نورو مرستو په چارو بوختې دي.













