د کولمبیا د ښارواليو ملي ټولنې د اګست په ۱۱مې نېټې تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په دغه هېواد کې د سختې زلزلې له امله ۱۸۸ تنه وژل شوي او ۱۶۷۷ تنه نور ټپيان دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د اګست په ۱۱مې نېټې په يوې اعلاميې د کولمبیا د زلزلې له امله پر رامنځته شوې مرګژوبلې “ژوره خواشیني” څرګنده کړې ده.
په اعلاميه کې ويل شوي، چې ملګري ملتونه د کولمبیا له حکومت سره نږدې تماس ساتي او له حکومتي ادارو سره يې په ژغورونکو عملياتو کې مرسته کوي.













