د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځینو غړو د سپتمبر د۱۰مې نېټې په سهار پر دې ټینګار وکړ چې امنيت شورا دې پر ایران بندیزونه بیا ولګوي. دا په داسې حال کې وه چې لاهم د اړوندې مسئلې پر سر د امنيت شورا د غړو ترمنځ ژور اختلافات موجود وو. هغوی همدارنګه له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې د هغې موضوع په اړه غونډې ته دوام ورکړي، چې د بحث اجنډا يې مخکې پای ته رسېدلې وه. په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي سون لې په خپله وينا کې د دې اقدام په اړه ژوره اندیښنه او کلک مخالفت څرګند کړ.
هغه وويل، امریکا په دې وروستیو کې پر ایران یو اړخیز بندیزونه سخت کړي، پر ايران يې د بریدونو نوی پړاو پیل کړی دی، د دواړو لوریو ترمنځ د شخړو له امله په سیمه کې کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی او د بېلابېلو لوریو د منځګړيتوب هڅې هم متضررې شوې دي. سون لې وويل، چین د دې وضعیت په اړه ډېرې اندېښنې لري او له امریکا غواړي، چې د زور له کارولو څخه د ډډې کولو ژمنه وکړي او له ایران سره دې صادقانه خبرې اترې پیل کړي. دغه راز ښکېل لوري باید د زور کارول یا ګواښ پرېږدي او هڅه دې وکړي چې د ایران د اټومي مسئلې د حل لپاره بېرته سیاسي او ډیپلوماټیکې لارې ته راوګرځي او د هراړخیز او تلپاتې اوربند د ټینګښت، د سولې د هوکړې د لاسلیک او د ایران د اټومي مسئلې د سیاسي او ډیپلوماټیک حل لپاره دې د بېلابېلو خواوو د معقولو غوښتنو په پام کې نيولو سره تر ټولو لوی ګډ مخرج پیدا کړي.














