د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، نن د دغه هېواد په کرمان کې د افغانستان او ایران سوداګرۍ پراختیا په موخه یو مشترک سوداګریز دفتر پرانیستل شوی دی. د کرمان والي په ایران کې د افغانستان له سفیر غفور لیوال سره په خبرو کې ویلي چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي. نوموړي دغه راز په ایران کې د افغان سفیر کړنې ستایلې دي. هغه زیاته کړې، هېواد یې په افغانستان کې پانګونې ته لیواله دی او دوی به ایراني پانګه وال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي څو د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم پراخې شي.