د ټولو په ذهنونو کې یوازې یوه پوښتنه ده: اخر څنګه په ناڅاپه او ډراماټیکه توګه د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې؟ ځواب یې بیا هم د امریکا د سیاستونو په محور کې موندلی شو. امریکا ولې باید غني ته له پنځه میاشتنیو جنجالي ټاکنو وروسته د ولسمشر کېدو لار پرانیستې وای؟
د امریکا او طالب استازو تر منځ له شپاړس میاشتنیو مذاکراتو (د ۲۰۱۸ ز کال د سپټمبر له ۲۸م د ۲۰۲۰ ز کال تر فبروري) وروسته دواړو لورو پر اووه ورځني جنګ بندیز یا د تاوتریخوالي کمولو “Truce Agreement” هوکړه وکړه. هغه هوکړه چې د دواړو لوریو تر منځ د سترې هوکړې د مسودې لاسلیک او اجرايي کېدو ته لار پرانیزي او ورپسې به ژر د افغانانو خپلمنځۍ مخامخ خبرې پيل شي. په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت د نیمايي (اجراییه ریاست) په ګډون، ټولو سیاسیونو نږدې یو دریځ ونیو، خو په ارګ کې د ټاکنو پر نتایجو ټینګ ولاړ د غني ټيم له ډېرو مواردو سره مخالفه جبهه کلکله وساتله او له طالبانو سره خبرې یې تر دې حده مشروطې کړې چې اوربند او د حکومت په مالکیت او رهبرۍ له طالب لوري سره خبرې یې سرې کرښې وبللې. امریکایانو له تېر یو کال، په ځانګړې توګه وروستیو پنځو میاشتو راهیسې د ټاکنو پروسه ټکنۍ کوله او دغه پروسه یې چې له یوې خوا د سولې مذاکراتو او بل لور ته د منفي تبلیغاتو له امله سخته ټکنۍ شوه او په بې ساري ډول پکې د خلکو ګډون کمرنګی و، لا ټکنۍ او له سختو پېچومو سره مخ کړه. خو غني او ټیم یې په هېڅ صورت حاضر نشول چې واک ته د بیا رسېدو پنځه کلنې هلې ځلې یې بې پایلې پاتې شي. هر څه یې منل، خو یوازې دویم پړاو ولسمشري او ارګ پرېښودل یې اصلي سره کرښه وه چې په مقابل کې یې هر څه ته ښه راغلاست ویل. همداسې وشول. پایلې اعلان شوې او دا دی غني اوس د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه د لوړې مراسمو تر سره کولو ته چمتووالی نیسي، که څه هم شاوخوا سیاسي فضا په شدت سره متشنجه ښکاري. د لوړې مراسم هم پر ځای کېدونکي دي او اشرف غني د ډېرو توقعاتو خلاف د واک پر ټکنۍ ګدۍ تکیه وهي. خو پوښتنه دا ده چې دا کار څنګه په دې خورا بیړه او ناڅاپي توګه ممکن شو؟ پر وروستیو څو نړیوالو ناستو تم کیږو.
د غني د ټیم نېکمرغي دا وه چې د نوي میلادي کال په لومړیو دوو میاشتو کې درې مهمې نړیوالې ناستې (داووس، ناټو سرمشریزه او مونیخ کنفرانس) جوړې شوې. دا درې واړه ناستې غني ته طلايي چانس و چې له تېر کابو یو کال راهیسې انزوا ته نږدې شوی حالت بدل کړي. نړیوالو ته یې په دې ناستو کې خپل دریځ او استدلال وړاندې کړ او په مقابل کې یې سیاسي ملاتړ راجلب کړ. دا اسانه کار نه و.
ولسمشر غني د داووس ناستې (د جنوري له ۲۱ تر ۲۴) په بهیر او څنډو کې د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ سربېره، له څو نړیوالو مشرانو سره ولیدل او پر مهمو مسایلو د خبرو فرصت برابر شو. غني له ټرمپ سره په خبرو کې د امریکا د هڅو ملاتړ وکړ او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړ. په ورته وخت کې یې خپلې غوښتنې هم ورسره په خورا ډیپلوماټیکه لهجه شریکې کړې چې تر ټولو مهمه یې له طالبانو سره د خبرو لپاره هر راز چمتووالی ښودل و. هغه ټرمپ ته وویل چې له طالبانو سره خبرې یې د سیاستونو اصلي محور دی او په دې کار کې به ناغیړي نه کوي. ډېرې خبرې یې د ټرمپ د خوښۍ او رضایت خپلولو لپاره وکړې لکه: “موږ ته ثبات او ټولنیزه نېکمرغي راوستل د امریکا مسوولیت نه دی. دا زموږ خپل مسوولیت دی. افغان امنیتي ځواکونه له خپلې خاورې دفاع کولی شي، خو دا طالبان دي چې په عمل کې وښيي چې په رښتیا سوله غواړي او که نه؟” او دا کټ مټ هغه خبرې وې چې ټرمپ پخوا د افغانستان په اړه تکرار کړې وي. غني هم موضوع له همدې ځایه راونیوله.
د همدې ناستې په ترڅ کې یې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ولیدل او د پاکستان ضد سختې، خو منطقي خبرې یې وکړې. خان له ولسمشر غني سره د یو خبري فورم په ترڅ کې په پاکستان کې د ترهګرو بیا په ځانګړې توګه د حقاني شبکې موجودیت رد کړ. غني په ځواب کې وویل: “په پاکستان کې د حقاني شبکې د موجودیت ردول داسې دي لکه څوک چې ووايي ځمکه له لمر شاوخوا نه څرخیږي. د ترهګرۍ په تړاو د اسلام اباد په دریځ کې بدلون محسوس نه دی. که ښاغلی لومړی وزیر [عمران خان] په خپله خاوره کې د حقاني شبکې موجودیت ردوي، نو بیا ولې یې د زندانیانو د ازادېدو امتیاز اخلي؟” دغه فورم او له ټرمپ او نورو نړیوالو رهبرانو سره د لیدنو په ترڅ میدان غني تر ډېر په خپله ګټه وڅرخاوه او ذهنیتونه یې یو څه بدل کړل.
ورپسې په بروکسل کې د ناټو سرمشریزه جوړه شوه او بیا د فبروري په نیمايي کې د مونیخ نړیوال کنفرانس و چې د دواړو ناستو په اجنډا کې مهمې برخې افغانستان ته ځانګړې شوې وې. دلته هم یا غني یا د هغه د ټیم غړیو د کابل د سیاسي او نظامي دریځ په هکله رغوونکی تصویر وړاندې کړ. په بروکسل کې غړیو هېوادونو د افغان امنیتي ځواکونو او تر یوه بریده د کابل ملاتړ وکړ او زیاته برخه یې د سولې او له طالبانو سره پر جوړجاړي ورټوله وه. د مونیخ نړیوال کنفرانس د پيل په درشل کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له ولسمشر غني سره ټلیفوني خبرې وکړې او د غني دریځ بیا هم خورا ډيپلوماټیک و. غني د یو ټویټ په کولو سره وویل، “د امریکا بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کچې د دوامداره کمولو د طرحې په هکله خبر راکړ. د دې پرمختګ هرکلی کوو. زموږ ګډ دریځ ګټورې پایلې ته نږدې شوی دی.”
ورپسې بیا د مونیخ ناسته او د دې ناستې په څنډو کې غني مهم مسایل نړیوالو ته وړاندې کړل او امریکایانو دغه وضعیت ښه درک کاوه. غني په امریکا او دغه راز نړیوال سټېج کې کمرنګی شوی دریځ یو ځل بیا روښانه کړ او د امریکا د بهرنیو او دفاع وزیرانو او په افغانستان کې د امریکايي او ناټو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر سربېره یې د افغان سولې لپاره له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم ولیدل او د سولې پروسې په څرنګوالي یې د هغو غوښتنې ومنلې.
همدغه لیدنې او خبرې اترې وې چې د افغانستان د ټاکنو اعلان ته یې زمینه برابره کړه او په مقابل کې یې غني د امریکا د سولې له نقشې سره وپیېل شو. امریکا له یوې خوا له طالبانو سره پر اووه ورځني جنګ بندیز او بل لور ته له کابل سره د ولسمشرۍ ټاکنو په اعلان هوکړه وکړه او د دواړو افغان لوریو پر وړاندې یې نرمښت وښود. دا نرمښت مشروط وي: طالبان به له حکومتي ټیم سره د یو افغان پلاوي په چوکاټ کې د ارګ تنظیم شوی لېست مني او ارګ به هم د تاوتریخوالي همدغه ډول او د بین الافغاني مذاکراتو دغه ډول مني او له طالبانو سره به د “غیردولتي ټیم” یا همه شمول ټیم په نوم خبرې پيلوي. طالبان غواړي ۵۰۰۰ بندیان یې خوشې شي چې ډېر یې د حکومت په زندانونو کې دي. دا هم غني منلې ده. د دې خبرې د اثبات لپاره د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین او د دې ډلې مذاکراتي ټیم غړي مولوي عبدالسلام حنفي وروستۍ خبرې چې د رانقلولو وړ دي. ښاغلي شاهین ویلي: “د دوحې مذاکراتو د نهايي شوې هوکړې لاسلیک لپاره اسلامي امارت دا شرط وړاندې کړی چې په افغانستان کې دواړه لوري مناسب چاپېریال رامنځ ته کړي. د سولې مذاکراتو په توافق لیک کې له نورو افغان جهتونو سره د مذاکراتو یادونه شوې، خو له کابل حکومت سره د خبرو هېڅ یادونه نه ده شوې.” دغه راز مولوي حنفي ویلي: “د نهايي شوې هوکړې له لاسلیک سره سم به ۵۰۰۰ طالب زندانیان خوشې شي او بیا به د افغانانو خپلمنځنۍ خبرې پيل شي.”
دا ټولې غوښتنې کوچنۍ نه دي. امریکا باید یو څه غني ته هم ورکړي وای او دا دي ور یې کړل. د اطلاعاتو پر بنسټ، د امریکا سرتېري به د کامیابو مذاکراتو په پایله کې له دوو تر څلورو کلونو له افغانستانه په بشپړه توګه وځي. خو د بین الافغاني تفاهم او مذاکرې لړۍ به ګړندۍ کوي څو د یو نوي احتمالي نظام جوړېدو او د طالبانو په بشپړه توګه سیاسي کېدو ته زمینه برابره کړي. امریکایانو ته دوه انتخابونه د افغانستان د اوسني حکومت په اړه مخې ته اېښي وو: موقت حکومت او سرپرست حکومت؛ د غني اوسنی حکومت د پنځو نورو نه؛ بلکې د یوه یا دوو کلونو لپاره د بین الافغاني مطالحې تر ایجاد پورې دوام موندلی شي. یا هم لومړۍ لس میاشتې؛ څو په واک کې د طالبانو شریکولو ټول سیاسي چوکاټونه برابر شوي وي. دا لړۍ خپلې لوړې ژورې لري، خو مهمه دا ده چې کابل او واشنګټن په دې لړ کې یو بل ته نور څه ورکولی شي؟ دا مسایل به وخت لا ښه روښانه کړي. بله تر ټولو مهمه مسئله د بین الافغاني مذاکراتو پیل دی. دلته به هم نوي وړاندیزونه وشي او په همدې موده کې به داخلي کشمکشونه لا ژور شي او د موقت حکومت جوړېدل به یو ځل بیا د بحث وړ جدي ربړه وي.