د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف، کابل ته راغلی. د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس حافظ ضیا احمد تکل وايي، چې کابلوف به د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي او نورو مسوولینو سره په سیاسي، اقتصادي او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه ناستې ولري.

































