د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په جوزجان د یتیمتاق سیمه کې د سمنټو فابریکې د پرانستې پر مهال ویلي، نړۍوال باید پر افغانستان د بندیزونو پر ځای اقتصادي او سیاسي تعامل غوره کړي. نوموړي ټینګار کړی چې نړۍوال بندیزونه نه شي کولی د افغانستان د اقتصاد مخه ونیسي او یا د پانګونې بهیر کمزوری کړي. هغه زیاته کړې چې د اقتصادي ودې لپاره اړینه ده څو د بهرنیو وارداتو پر ځای کورني تولیدات پیاوړي شي. برادر ویلي، ا.ا د همدې هدف لپاره په جوزجان کې د سمنټو تولیدي فابریکه جوړوي، ترڅو پر کورنیو سرچینو تکیه زیاته شي. هغه په خپلو خبرو کې ویلي، چې حکومت هڅه کوي د خامو موادو پر ځای د هېواد دننه د تولید او صنعتي ودې لپاره بنسټیز ګامونه پورته کړي.

































