د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، ازبکستان ته د سفر پر مهال د دې هېواد د بخارا ولایت د نساجۍ له فابریکې څخه لیدنه کړې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دې لیدنې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د پنبې د پروسس، ماشینالاتو او د ټوکر تولید برخه کې له نویو پرمختګونو سره د افغان صنعت کارانو بلدتیا ښودل شوې ده.


































