د ایران د مذهبي مشر نظامي سلاکار محسن رضایي ویلي، د تهران او واشنګټن ترمنځ احتمالي هوکړه هغه مهال ممکنه ده چې امریکا د ایران ۲۴ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي. نوموړي سيانان ته ویلي، ایران غواړي د هوکړې له لاسلیک سره سم ۱۲ میلیارده ډالره او پاتې ۱۲ میلیارده په راتلونکو پړاوونو کې ازادې شي. رضایي ټینګار کړی چې د دغو شتمنیو ازادېدل پر امریکا د باور جوړولو لپاره مهم دي. هغه زیاته کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ مذاکرات اوسمهال ځنډېدلي او د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د احتمالي لیدنې احتمال هم نشته.
































