په امریکا کې یوه فدرالي قاضي د هغو محدودیتونو د پلي کېدو مخه نیولې چې د ټرمپ ادارې له لوري د یوه افغان کډوال له خوا د ملي ګارد د یوه سرتېري تر وژل کېدو وروسته لګول شوي وو. قاضي جان مککانل ویلي، چې د ۳۹ هېوادونو پر وګړو لګول شوي محدودیتونه، چې د پناه غوښتنې، د کار جواز او تابعیت غوښتنې بهیر اغېزمنوي، له قانون سره په ټکر کې دي. د ټرمپ ادارې هغه مهال د کډوالۍ د دوسیو پر څېړلو غور وځنډاوه چې په واشنګټن کې یوه افغان پناهغوښتونکي د امریکا د ملي ګارد د یوې سرتېرې پر وژل کېدو تورن شو. په دې پېښه کې یو بل سرتېری ټپي شوی و.
































