د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هغه راپورونه ناسم دي چې ګواکې له ایران سره په احتمالي اټومي هوکړه کې د اټومي موضوعاتو یادونه نه ده شوې. ټرمپ د «ټروت سوشیل» له لارې ویلي، په دې هوکړه کې په څرګنده توګه راغلي چې ایران به اټومي وسلې نه لري. نوموړي ټینګار کړی چې د هوکړې مهمه برخه د ایران د اټومي پروګرام اړوند موضوعاتو ته ځانګړې شوې ده. هغه همدارنګه پر سياېناېن او ځینو نورو رسنیو نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې د هوکړې په اړه ناسم معلومات خپروي.

































