په سعودي عربستان کې افغان سفیر د لوی اختر د مبارکۍ په ځانګړو مراسمو کې د یاد هیواد د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې کتنه د اختر د مبارکۍ د مراسمو په ترڅ کې ترسره شوې، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو استازو او ډیپلوماټانو هم ګډون کړی و. سرچینې زیاته کړې، چې په دې کتنه کې د اختر مبارکۍ ترڅنګ د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو او متقابلو همکاریو په اړه هم خبرې شوې دي.


































