د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د لوی اختر په مناسبت په خپل اختریز پیغام کې یو ځل بیا له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو د پیل غوښتنه کړې او د ښځو او روزل شوو کدرونو لپاره یې د کار زمینې برابرول مهم بللي دي. هغه ویلي چې د هېواد راتلونکی له زده کړو او مسلکي روزنې سره تړلی دی او باید دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وشي. کرزي د وروستیو ورښتونو له امله د اوبو د زیاتوالي هرکلی کړی، خو په سېلابونو کې له زیانمنو شویو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. همدارنګه نوموړي د هغو کورنیو سره هم غمرازي ښودلې چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې زیانمنې شوې دي.


































