د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) د لوی اختر پر مهال د څارویو د حلالولو پر وخت د روغتیايي او خوندیتوب اصولو د مراعتولو پر اهمیت ټینګار کړی دی. یاد سازمان ویلي، د روغتیايي سپارښتنو پلي کول د خطرناکو ناروغیو د خپرېدو مخه نیسي او د کورنیو روغتیا خوندي ساتي. د روغتیا نړیوال سازمان له خلکو غوښتي چې د څارویو له حلالولو مخکې روغتیايي اصولو ته پام وکړي او که اړتیا وي، د تجربه لرونکو کسانو او وترنرانو مرسته ترلاسه کړي. همداراز سپارښتنه شوې چې د څارویو حلالول دې په ټاکل شوو او خوندي ځایونو کې ترسره شي او د حلالولو وروسته پاتې شوني دې په سمه توګه له منځه یوړل شي، څو د ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شي.


































