له پېښو سره د مبارزې چمتوالي ادارې او د اغاخان بنسټ د ۳۱.۳ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت تفاهمنامه لاسلیک کړې ده. د خبرپاڼې له مخې، د دې تړون پر بنسټ به په ۱۱ ولایتونو کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي، د بېړنیو حالاتو د مدیریت او د ټولنو د ظرفیت لوړولو پروګرامونه پلي شي. د ادارې رییس ملا نورالدین ترابي په کابل کې د اغاخان بنسټ له اجراییوي رییس ډاکټر نجمالدین نجم او نورو استازو سره د لیدنې پر مهال دغه تفاهمنامه لاسلیک کړې ده. دواړو لورو په دې ناسته کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي، د زیانونو د کمولو او د بېړنیو حالاتو د اغېزمن مدیریت پر اړتیا ټینګار کړی دی.


































