افغاني سرې میاشتې ټولنې، د قطر په ملاتړ د لوی اختر په مناسبت په پکتیکا او کندهار ولایتونو کې ۱۲۸۰ اړمنو کورنیو ته د قربانۍ غوښه وېشلې ده. د یادې ادارې په وینا، په پکتیکا کې ۶۴۰ او په کندهار کې ۶۴۰ نورو کورنیو ته ټولټال ۶.۴ ټنه غوښه ورکړل شوې ده. په خبرپاڼه کې راغلي، دغه مرسته د قطر سرې میاشتې ټولنه په مالي ملاتړ برابره شوې وه او هرې کورنۍ ته پنځه کیلوګرامه غوښه رسېدلې ده. افغاني سرې میاشتې ویلي، دا مرستې د اختر په ورځو کې د اړمنو کورنیو د ملاتړ او پر وخت بشري مرستو د رسولو لپاره ترسره شوې دي.


































