د افغانستان د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد روسیې ته د خپل رسمي سفر پر مهال په مسکو کې د افغانستان سفارت له ودانۍ او اداري څانګو څخه لیدنه کړې ده. نوموړي د سفارت له دیپلوماتانو او کارکوونکو سره په ناسته کې د هغوی د هڅو، همغږۍ او په روسیه کې د افغانستان د استازولۍ د فعالیتونو ستاینه وکړه. مولوي یعقوب مجاهد ټینګار کړی چې افغانانو ته باید معیاري، اغېزمن او پر وخت قونسلي او اداري خدمات وړاندې شي، څو د هېوادوالو ستونزې په ښه ډول حل شي.


































