د کابل ښاروالۍ او کرنې وزارت ترمنځ د هوکړې له مخې، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو او اړوندو سیمو کې د ۶ ښارګوټو ځمکې کابل ښاروالۍ ته سپارل شوې دي. د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي ویلي، په دغو ښارګوټو کې جنت ګل خان، سردار محمد داوود خان، میرویس، دولتزي، علاوالدین او حبیب الله ځاځي ښارګوټي شامل دي. د نوموړي په وینا، د دغو ځمکو سپارل د ښاري نظم د ټینګښت، د ناقانونه ودانیو د مخنیوي او د ښاري پراختیا د بهیر د چټکتیا په موخه ترسره شوي دي. د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، یادې سیمې به د ښاروالۍ د رسمي ملکیت په توګه ثبت او د راتلونکو پراختیايي پروژو لپاره به ترې ګټه واخیستل شي.


































