د پنجشېر ولایت ځايي مسوولین وایي، د روان کال په ترڅ کې د دغه ولایت له باغونو څخه شاوخوا ۱۳۰ ټنه ګیلاس ترلاسه شوي او ۲۰ ټنه نور یې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د صادرېدو لپاره چمتو شوي دي. د یاد ولایت د کرنې ریاست د مسوولینو په وینا، دغه اندازه حاصلات له نږدې ۳۶۳ هکټاره باغونو څخه راټول شوي او ټولیز ارزښت یې له ۱۳ میلیونه افغانیو څخه زیات اټکل شوی دی. مسوولین زیاتوي، چې په دې وروستیو کلونو کې د ګیلاسو د باغونو پراختیا، د اصلاح شویو نیالګیو وېش او د بڼوالۍ د فعالیتونو پراخېدو د دې محصول په تولید کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته کړی دی.
































