د جهادي اثارو د ساتنې قانون توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو

عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د جهادي آثارو د ساتنې قانون د ا.ا د رهبر له توشیح وروسته په رسمي جریده کې خپور شوی دی. د دغه قانون له مخې، د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست به د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې دنده ولري چې د افغانستان د ۲۰ کلنې «اشغال» دورې اړوند آثار راټول، ثبت، تنظیم او خپاره کړي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه قانون همدارنګه د ۲۰ کلنې «اشغال» دورې، د ا.ا د لومړۍ دورې حاکمیت، او د شوروي او برېتانوي ځواکونو پر وړاندې د افغانانو د مبارزو د تاریخ د تدوین پر اهمیت ټینګار کوي.

Comments

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *