د امریکا د خزانې وزارت ویلي دي چې په تازه اقدام کې یې د ایران د نفتو پر وزارت بندیزونه لګولي او همدا راز ددې وزارت ټولې اړوندې ادارې هم په یادو بندیزونو کې شاملېږي. امریکا بیا هم ادعا کړې چې ایران د ترهګرو ډلو ملاتړی دی او اوس تازه تازه یې د امریکا په ټاکنو کې هم مداخله پيل کړې ده. ایران بیا د امریکا دغه ډول فشارونه غیر قانوني بللي دي او په خبره یې د ټرمپ حکومت د کمپایني موخو لپاره پر ایران فشارونه راولي.

ځواب دلته پرېږدئ