پېښور کې؛ یوه مدرسه کې چاودنې ۷۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

Written by

in

د پېښور په دېر کې په یوه مدرسه کې درنه چاودنه شوې ده. په پېښور کې ځايي رسنۍ وايي چې چاودنه نن سهار شوې ده او له امله یې اووه اویا کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په پېښور کې د دولتي روغتون مسوولینو رسنیو ته ویلي دي چې د پېښې له سیمې ۷۰ ټپیان او اووه جسدونه وروړل شوي دي. د پېښور ځایي پولیس وایي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړې دي. بلخوا ځينې نورې خبري سرچینې بیا وايي چې چاودنه د مشهور مولوي شیخ الحدیث رحیم الله حقاني په مدرسه کې شوې ده. په دې اړه تر دې ډېر جزیات نه دي خپاره شوي.

Comments

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *