د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا له ښکېلو لورو غوښتي چې جګړې ختمې کړي او د سولې لار خپله کړي. ددغه کمیسیون مشرې شهزاد اکبر په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي ټول افغانان د سولې غوښتونکي دي، اوربند غواړي او دې ته لېواله دي چې روانه جګړه ختمه شي، خو طالبان پر جګړه ټینګار کوي. نوموړې ویلي افغانان سوله غواړي نو طالبان باید د افغانانو لپاره د سولې لار خپله کړي او ددوی د غوښتنې پر خلاف دې پر جګړه ټینګار نه کوي. اکبر له افغان حکومت هم د تاوتریخوالي د کمولو، ملکي وګړو د خوندیتوب او جګړو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د روانې جګړې د ژر تر ژره ختمېدو غوښتنه کړې ده. نوموړې ویلي چې ملکي تلفات د جدي اندېښنې وړ دي د جګړې تر ټولو ستر زیان افغان ملکیان ته اوړي.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون:د افغانانو د غوښتنې پر خلاف جګړې مه کوئ، سوله وکړئ

ځواب دلته پرېږدئ