په خوست کې ځانمرګو بریدګرو د ځانګړو پولیسو پر یوه مرکز ډله ییز برید کړی دی. د راپورونو له مخې نن سهار شپږ بجې لومړی پر دغه مرکز موټربم برید شوی دی او تر هغه وروسته وسله واله نښته پیل شوې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي چې بریدګر مرکز ته تر ننوتو مخکې د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي او دمګړی نښته روانه ده. ویل کېږي چې تر دې دمه دوه بریدګر وژل شوي دي. د پېښې له امله د لسو ملکیانو په ګډون ۲۵ کسان ټپیان شوي دي او دوه کسه وژل شوي.
































