د راپورونو له مخې د اتریش حکومت هڅه کوي، چې د افغان پناهغوښتونکو د ایستلو لپاره له ازبکستان سره د نوې هوکړې له لارې یو لېږدیز میکانیزم جوړ کړي. د اتریشي رسنیو په وینا، ټاکل شوې ده چې دا هوکړه د غویي په ۱۷مه د اتریش د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو د ازبکستان د سفر پر مهال لاسلیک شي. د دې طرحې له مخې به افغان پناهغوښتونکي لومړی ازبکستان ته انتقالېږي او وروسته به له هغه ځایه افغانستان ته استول کېږي. اتریشي ورځپاڼې «دی پرس» لیکلي، چې دا تګلاره د کډوالو د ایستلو لپاره د «منځګړي هېواد» د کارولو یوه نوې بڼه ده، څو د مستقیم ستنولو حقوقي او سیاسي محدودیتونه کم کړي.

































