د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ( ایف اې او) خبرداری ورکړی، چې په هرمز تنګي کې اوږدمهاله بحران کولای شي نړۍ له سختې خوراکي ستونزې سره مخ کړي. یاد سازمان ویلي، که په دغه ستراتیژیکه سمندري لاره کې ستونزې دوام وکړي، نو د کیمیاوي سرې او انرژۍ صادرات به ګډوډ شي، چې له امله به یې د خوړو بیې لوړې، د کرنیزو حاصلاتو کچه ټیټه او نړیوال خوراکي نظام زیانمن شي. بلخوا اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې ښایي ایران او امریکا د دوه اونیو اوربند له پای ته رسېدو وړاندې د خبرو اترو دویم پړاو ترسره کړي. د راپور له مخې، تراوسه د دې پړاو خبرو کره وخت او ځای نه دی ټاکل شوی، خو ښایي اسلاماباد او یا جینوا د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ د دغو خبرو کوربتوب وکړي.
































