په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ د لغمان ولایت د وروستۍ خونړۍ ترافيکي پېښې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده. یادې ادارې په یوه خپاره شوي پیغام کې د پېښې قربانیانو ته د رحم او د هغوی کورنیو او خپلوانو ته د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي دي. همداراز یې ټپیانو ته د ژر رغېدو هیله څرګنده کړې ده. اروپایي ټولنې ویلي چې د دې غمیزې له امله د زیانمنو کورنیو له درد سره ځان شریک بولي او ورسره خپله همدردي څرګندوي. دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو یوه لارۍ د کابل ـ لغمان پر لویه لاره له سړک څخه واوښته او چپه شوه. په پېښه کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

































