د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف پر خپله اېکس پاڼه په لیکلي بیان کې ویلي، چې هېواد یې د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې اترې نه مني. نوموړي په دې لیکلي بیان کې د ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په اشارې سره ویلي، چې هغه هڅه کوي د خبرو اترو مېز د تسلیمېدو پر مېز بدل کړي او یا د اوربند او بندیزونو د سرغړونې له لارې خپلې پارونې توجیه کړي. قالیباف زیاته کړې، ایران به د فشار او ګواښ پر بنسټ مذاکرات ونه مني، او په تېرو دوو اونیو کې یې د جګړې ډګر ته د نويو انتخابونو د وړاندې کولو لپاره لازم چمتووالی نیولی دی.

































