د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ژمنو ماتول، کلابندي او ګوتڅنډنې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو اساسي خنډونه دي. نوموړي امریکا ته په اشارې زیاته کړې چې نړۍ د دې هېواد د ادعاوو او عملي کړنو ترمنځ تضاد ویني. په ورته وخت کې، د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف ویلي چې بشپړ اوربند هغه مهال مانا لري چې سمندري کلابندي پای ته ورسېږي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښايي د دواړو هېوادونو پلاوي د جمعې په ورځ په اسلاماباد کې خبرې وکړي.


































