د امریکا د دفاع وزارت ویاند ویلي، چې د دغه هېواد د سمندري ځواکونو وزیر جان سي فیلان له خپلې دندې استعفا کړې ده. د دفاع وزارت ویاند شان پارنل په اېکس پاڼه لیکلي چې فیلان «سمدستي له پینټاګونه جلا کېږي»، خو د استعفا د لامل په اړه یې څه نه دي ویلي. نوموړي د ۱۳ میاشتو لپاره په دې دنده کې کار کړی و. ټاکل شوې چې د یاد وزارت مرستیال هونګ چائو د امریکا د سمندري ځواکونو راتلونکی وزیر وټاکل شي.


































