د غزني په واغظ ولسوالۍ کې د سورلۍ یو کوچني موټر د چپه کېدو له امله څلور تنه مړه شوي دي. د غزني د امنیې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي وايي، چې دغه پېښه کې لومړی ۳ کسانو ژوند بایللی وو او څلورم روغتون ته د لېږدولو پرمهال لاره کې ساه ورکړې. نوموړي ویلي، دویمه پېښه د قرهباغ ولسوالۍ اړوند د کابل ـ کندهار پر لاره د مسافروړونکي او باروړونکي موټر د ټکر له امله شوې چې ۷ تنه پهکې ټپیان شوي.

































