د بدخشان ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو خبر ورکړی چې د دغه ولایت د ارغنجخواه او شهر بزرګ ولسوالیو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله ۳ تنه مړه شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي. د مسؤلینو په وینا، دواړه پېښې د موټرو د اوښتو له امله رامنځته شوې دي. سرچینې ویلي، چې ټپیان سمدستي نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي؛ خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.


































