د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د سیمهییزې ایکولوژیکي سرمشریزې د پرانیستغونډه ترسره شوه. په دې سرمشریزه کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس مولوي مطیعالحق خالص هم ګډون کړی او د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د مطرح کولو تر څنګ یې د اقلیمي خطرونو د کمولو لپاره د همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی. د غونډې پر مهال د کوربه هېواد ولسمشر د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ګډو اقداماتو اړتیا مهمه وبلله او ویې ویل چې د چاپېریالي ننګونو اغېزې له پولو هاخوا دي او د حل لپاره یې سیمهییزه او نړیواله همکاري حیاتي ارزښت لري. همداراز د ملګرو ملتونو استازو اقلیمي بدلون نړیوال ګواښ بللی او له هېوادونو یې غوښتي چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې خپلې ژمنې پیاوړې او عملي کړي.



































