ملګري ملتونه وایي، چې د تیر ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې په افغانستان کې څه باندې ۸۴۰ زرو کسانو د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی. د یاد سازمان د مالوماتو له مخې، دغه کسان د ملګرو ملتونو بنسټونو په ملاتړ پاکو اوبو ته رسېدلي دي. ملګري ملتونه په هېواد کې د پاکو اوبو کمښت لویه ننګونه بولي. تر دې وړاندې د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي وو چې په افغانستان کې له هرو ۱۰ کسانو ۸ یې ککړې اوبه څښي. همداراز، د «اغا خان» موسسې تازه په پنجشېر کې له ۷۰۰ څخه زیاتو کورنیو ته د اوبو رسونې شبکو د جوړېدو خبر ورکړی دی.


































