د خوست ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د مرکز متون ښار په دوو ناحیو کې د څه باندې ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د قیرکولو چارې بشپړې شوې دي. د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي خدماتو امر رحمت الله ځواک رسنیو ته ویلي، چې د ښاروالۍ له پراختیایي بودیجې څخه د ۲۱ میلیونه ۴۵۰ زره ۹۵۰ افغانیو په لګښت دا پروژه تطبیق شوې ده. نوموړی زیاتوي، په دې پروژه کې د ۱۳۳۷ مترو په اوږدوالي د سړک قیرکول او همدارنګه د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي د ویالو جوړول شامل وو.

































